د کاناډا عامې روغتيا وزارت د جولای په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې دغه هېواد ته د ننوتنې نوې لنډمهالې تګلاره خپره کړې، څو په کاناډا کې د ايبولا ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.
اعلاميه وايي، د کاناډا د ختيځ په وخت د جولای د ۲۰مې نېټې د شپې له ۱۱ بجو او ۵۹ دقيقو څخه، هغه کسان دغه هېواد ته نه شي ننوتلی، چې په تېرو ۲۱ ورځو کې يې کانګو ( کينشاسا ) ته سفر کړی وي.
په اعلاميې کې ويل شوي، د کاناډا حکومت له هوايي شرکتونو هم غوښتي، چې هغو کسانو ته د سفر اجازه ورنه کړي، چې په تېرو ۲۱ ورځو کې يې کانګو ته سفر کړی وي.






































