د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د «مور او ماشوم د نغدي مرستو پروګرام» له لارې په افغانستان کې له زیانمنو کورنیو سره مرسته کوي. یونیسف پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ملاتړ پلې کېږي او روغتیايي او د تغذیې خدماتو ته د کورنیو د لاسرسي په ښه کولو کې مرسته کوي. د یونیسف په وینا، د دې پروګرام اصلي موخه له میندو او ماشومانو ملاتړ او د هغوی د روغتیايي او تغذیوي اړتیاوو پوره کول دي.




































