د چين خارجه وزير وانګ يي به د چين او اسيان د خارجه وزيرانو په غونډې کې ګډون او وينا وکړي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۲۰مې نېټې په يوې مطبوعاتي ناستې کې د سي سي ټي وي د خبريال يوې پوښتنې ته، «چين له يادې غونډې څه هيلې لري» په ځواب کې ويلي، چې اسيان هېوادونه د چين دوستان او همکاران دي او هيله ده، چې دغه هېوادونه د یادې غونډې له لارې د پرمختګ او همکارۍ ګډه موافقه نوره ټينګه کړي، له بېلابېلو غړيو هېوادونو سره د سولې کور، خوندي کور، سمسور کور، ښکلي کور او د دوستۍ کور جوړونې ته وده ورکړي او د چين – اسيان د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره هڅې وکړي.




























