د ټوکيو محاکمې د ۸۰مې کليزې په پار د عکسونو نندارتون ” د انسانانو عدالت او سوله “ تر سرليک لاندې د اکتوبر په ۲۶مې نېټې د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون موخه له نړيوالې ټولنې د تاريخي حقيقتونو د ګډې ساتنې غوښتنه، د دوهمې نړيوالې جګړې د بريالۍ پايلې خونديتوب او له يادې جګړې وروسته د جوړ شوي نړيوال نظم ساتنه بلل شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د دغه نندارتون د پيل مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، ټوکيو محاکمې له جنګ وروسته نړيوال نظم تقويه کړی، نړيوال عدالت او انصاف يې ساتلی او د نړيوال قانون رول يې پياوړی کړی دی.
هغه په اشارې ويلي، چې ټوکيو محاکمه د جګړې پر ضد د سولې، د وحشیت پر ضد د تمدن او د بدۍ پر ضد د عدالت قضاوت بلل کېږي او ډېر مهم سياسي او تاريخي ارزښت لري.
فو څونګ د جاپان مليټرليزم د ټوکيو محاکمې هدف بللی او په خبره يې، جاپان بايد د ټوکيو محاکمې په رڼا کې خپل مليټرليسټيکې مفکوره پيکه او سوله ييزه لار غوره کړي، خو د افسوس وړ وضعيت يې دا ښودلی چې د دغه هېواد ښي اړخي په بېلا بېلو پلمو د ټوکيو محاکمې پر مشروعيت شکونه ښيي او د تيري کوونکي تاريخ د پټولو هڅې کوي.
نوموړي زياته کړې، جاپان د ټوکيو محاکمې خلاف ګامونه پورته کوي او د “سوله ييز هېواد“ د جوړولو له موخې ليرې شوی دی.
فو څونګ له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتي، چې د ټوکيو محاکمې روحيه پياوړې کړي، د ملګرو ملتونو په منشور کې د جګړې د مخنيوي تمه په ياد وساتي، د نوي ډول مليټرليزم د احيا پر وړاندې وېښ او بيدار واوسي او اوسنی نړيوال نظم، نړيواله سوله او امنيت وساتي.































