د لوېديځو هېوادونو د عصريتوب جریان په تېر اوږد مهال کې د نړۍ د صنعتي کېدو بهیر هڅولی، د انساني تمدن د پرمختګ لپاره یې ډېر خدمتونه کړي او د عصريتوب یوه مهمه نمونه يې وړاندې کړې ده.
ډېر خلک بیا داسې فکر کوي، چې د لوېديځو هېوادونو د عصریتوب لاره د نورو لپاره د پرمختګ يوازينۍ لاره ده. خو حقیقت دا دی، چې د عصري کېدو جریان ټاکلې بڼه نه لري او هر هېواد يې په خپلې خوښې لاره برابرولی شي.
د چین کمونېست ګوند د هېواد د زرګونه کلن تمدني بنسټ د پراختیا او د مدیریت د سل کلنو تجربو پر اساس او د حالاتو له مخې خلکو ته لومړیتوب ورکړی او ډېر ارزښتونه یې رابرسېره کړي دي.
دغه ګوند هغه ناسمه نظریه، چې ګواکې د عصري کېدو جریان يوازې د لوېدیځو هېوادونو د لارې تعقیبول دي، تعديل کړې ده.
د چين کمونېست ګوند خلکو ته لومړیتوب ورکوي او دغه عصري ارزښت یې د چیني ملت د زرګونه کلن مدیریت پر بنسټ رامنځته کړی دی او اغېزې یې د یو اعشاریه څلور میلیارډو چینایانو په ژوند کې ښکاره شوې دي.
چین د پرمختللو هېوادونو د ژوند سویې سلګونه کلن جریان په لسګونو کلونو کې بشپړ کړی دی.
د ننني چین په ګوښه غرنيو سیمو کې هم خلک له برېښنا، انټرنېټ او طبي بېمو څخه ګټې اخلي.
پر خلکو د متمرکزې مفکورې تطبیق
د چین ولسي جمهوریت د نوې زمانې مدیریت په سیسټم کې خلکو ته لومړیتوب ورکړی دی. یا په بله ژبه، پر خلکو متمرکزه مفکوره يې په مختلفو ساحو کې د کارونو معیار ګرځولی دی.
د بېلګې په توګه، په چين کې د دغې مفکورې په پلي کېدو سره د ملکي وګړیو په ژوند کې پوره بدلون راغلی، په کلیوالو سیمو کې یې نږدې سل میلیونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي او په دغه هېواد د شدیدي بېوزلۍ ستونزه حل شوې ده، چې دا يو تاریخي بریالیتوب ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ، په چین کې د روزنې، طبي درملنې او ټولنیز ضمانت تر ټولو لوی سیسټم هم جوړ شوی، چې یو اعشاریه څلور میلیارډه کسان ترې برخمن دي.
د چين حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې کې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکوي او په طبيعي ناورينونو کې په هره بیه خلک ژغوري.
د چين حکومت د اصلاحاتو د هڅونې په برخه کې دا اصل ټاکلی، چې اصلاحات او ورخلاصون په ټولو خلکو پسې اړوندېږي او ټولې چارې باید خلکو ته ګټې ورسوي او باید د دوی ستونزې هوارې کړي. د واک ادارې په برخه کې، د خلکو رضایت د حکومت او واکمن ګوند تر ټولو لوړ سیاسي بری بلل کېږي.
د چين حکومت د خلکو لپاره د نظارت بشپړ جریان جوړ کړی او پر دې ټينګار لري، چې واکونه باید د خلکو د ګټو لپاره وکارول شي.
پر خلکو د متمرکزې مفکورې نړیوال ارزښت
پر خلکو متمرکزې مفکورې په حقیقت کې د ګردې نړۍ پر مدیریت اغېزه کړې او د ټولو لپاره يې د ګټو شونتیاوې برابرې کړې دي.
د لوېديځو هېوادونو په مشرۍ د عصريتوب جریان تل پر پانګې متمرکز وي، چې په حقیقت کې يې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ پراخ واټنونه او توپیرونه رامنځته کړي او هم يې په ټولنه کې سخت اختلافات راپورته کړي دي.
د لوېديځو هېوادونو د عصريتوب جريان په ګردۍ نړۍ کې د ودې توپیرونه زیات کړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخې د پوره کولو پر وړاندې يې هم ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.
چین پر خلکو د متمرکزې مفکورې پر اساس دا پيغام ورکړی، چې یو هېواد د پانګيز نظام او يا پر پانګې د متمرکزې مفکورې له لومې څخه وتلی او د عصري کېدو یوه بله داسې لار پيدا کولی شي، چې هم موثریت او هم مساواتو ته پکې پاملرنه کېږي.
پر خلکو متمرکزې مفکورې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مدیریت نوې لایحه برابره کړې او د ګردې نړۍ د بشري حقونو مدیریت يې په عملي لوري او هم یې د پرمختګ پر مټ د بشري حقونو وده هڅولې ده. برسېره پر دې، دغې مفکورې په نړۍ کې د مساوي او عادلانه نظام د جوړولو لپاره د چین ارزښتونه او خوځنده ځواک هم ښکاره کړی دی.





























