د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۲۰مه نېټه اړوندو ادارو ته حکم کړی، چې له ويزې پرته د چيني اتباعو د تګ راتګ پاليسي د ۲۰۲۷م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوي.
روسیې دغه خبر او نور اړوند سندونه د قانون او مالوماتو پر وېبپاڼې خپاره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مې په ۲۰مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې بېجينګ به هم د چين او روسيې د خلکو د تګ راتګ د اسانتياوو په موخه له ويزې پرته د روسي اتباعو د تګ راتګ پاليسي د ۲۰۲۷م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوي.






































