د چين ټرانسپورټ مرستيال وزير شیو چنګ ګوانګ د جولای په ۲۱مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوې رسنيزې غونډې کې ويلي، چې د چين د ۱۵م پنځه کلن پلان ( ۲۰۲۶م کال تر ۲۰۳۰م کال) په موده کې د دغه هېواد ټرانسپورټي چارې نوي پرمختيايي پړاو ته داخلې شوي او عمومي هدف يې د عصري جامع ټرانسپورټي سیسټم جوړول دي.
شيو چنګ ګوانګ ويلي، چين به د دغه ټرانسپورټي سيسټم د جوړولو لپاره عصري او باکيفيته ملي جامع څو بعدي ټرانسپورټي شبکه اباده کړي، نوې زېربناوې به په لوړ معيار جوړې او جوړې شوې زېرناوې به اصلاح کړي او د ټرانسپورټي شبکې برتري به تقويه او نيمګړتياوې به يې لوړې کړي او دغه راز د ټرانسپورټ د عصري کېدو لپاره به د ټرانسپورتي شبکې ادغام ژور، خوندیتوب به يې پیاوړی، د ډیجیټل او ځيرک کېدو کچه به يې لوړه کړي او د زرغون او ټیټ کاربن بدلون ته به يې پاملرنه وکړي.






































