د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای د ۲۰مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې له تايلنډي سیال انوتين چارنويرکول سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې خبرې کړې دي.
لي چيانګ ويلي، چين همیشه تايلنډ ته د ګاونډيتوب په ډيپلوماسۍ کې مهم ځای ورکړی او د دغه هېواد له نوي حکومت ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، چين به له تايلنډ سره دوديزه دوستي نوره هم پراخه او سياسي متقابل باور به یې پياوړی کړي او متقابل ملاتړ ته به یې وده ورکړي.
لي چيانګ ويلي، چين به له تایلنډ سره په بېلا بېلو برخو کې متقابلې ګټورې همکارۍ لا لوړې کچې ته ورسوي، د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره به هڅې وکړي، د پرمختيايي ستراتيژيو همغږي به پياوړې کړي او د کمربند او لارې باکيفيته ګډې ابادۍ ته به وده ورکړي.
انوتين ويلي، تايلنډ د يو چين پېژندنې اصل مني او هيڅکله به د “تايوان خپلواکۍ” د فعاليتونو ملاتړ ونه کړي.
هغه ويلي، تایلینډ به له چین سره نژدې نظر تبادلې وساتي، له مختلفو میکانیزمونو څخه به یې ګټه پورته کړي، په سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ارتباط، مصنوعي ځيرکتيا، برېښنایي موټرو او ځينو نورو برخو کې به ورسره خپلمنځي همکاريو او هم به یې د ستراتیژیکې همکارۍ ملګرتیا ته وده ورکړي.
انوتين زیاته کړې، هېواد یې د رئيس شي جين پينګ د څلورو نړیوالو نوښتونو هرکلی کوي او له چین سره به د څو اړخیزو چوکاټونو لکه اسیان- چین او لانڅانګ- میکونګ همکاريو کې اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او په ګډه به ورسره سیمه يیزې او نړیوالې سولې، ثبات او سوکالۍ ته وده ورکړي.






































