د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جولای په ۲۱مه نېټه خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې له شپې نه د ۲۱مې نېټې تر سهار وختي پورې د دغه هېواد په هرمز او سيستان- بلوچستان ولايتونو کې لږ تر لږه د ۱۴ چاودنو اوازونه اورېدل شوي او د ايران په جنوب بوشهر ولايت کې د هوايي بريدونو ضد دفاعي سيستم فعال شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، د جولای د ۲۱مې نېټې په سهار وختي د ايران په شيراز او اصفهان ښارونو کې هم د چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.
د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د جولای په ۲۰مه نېټه پر ټولنيزو رسنیو خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د ۲۰مې نېټې د ماسپښين په ۴ بجو پر ايران د نوي پړاو بريدونه پيل کړي دي.





































