د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د جولای په ۲۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په بحرين او کويت کې د امريکايي ځواکونو پر موخو يې بريدونه کړي او سخت زيانونه يې ورته رسولي دي.
د اعلاميې له مخې، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په بحرين کې د امريکا د هوايي ځواکونو الصخير اډې د بېپيلوټه الوتکو ترميم ځای، د سلمان بندر د بيړيو زېرمتون او په کويت کې د امريکايي ځواکونو عريفجان اډه په نښه کړي دي.





































