د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کورنیو چرګانو د پالنې او د هګیو د راټولولو فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د راپور له مخې، د چرګانو فارم لرونکو اتحادیې مشر، ډاکټر حبیبالله نیازي، ویلي چې دغه فارم د ۱۰ زره چرګو د پالنې ظرفیت لري، خو دا مهال پکې ۵۵۰۰ چرګې ساتل کېږي او هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ راټولېږي او بازار ته وړاندې کېږي. د نوموړي په وینا، په دغه فارم کې اووه کسانو ته په مستقیم او لسګونو نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.





























