د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سیدکریم هاشمي، له۱۰۰ څخه د ډېرو سوداګرو او پانګهوالو په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی. د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې اترې دي. ټاکل شوې چې افغان پلاوی د ازبکستان د سیردریا ولایت له والي، سیمهییزو چارواکو او سوداګرو سره وګوري. دواړه لوري به د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او پانګونې په اړه ګډې غونډې ترسره کړي. د سیردریا د تولیدي فابریکو لیدنه هم د دغه درې ورځني سفر د پروګرام برخه ده.






































