عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د کندهار د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي له لوري کېښودل شوه. دغه روغتون چې د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړ او د سیمې اوسېدونکو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې روغتون جوړېدل به د دامان ولسوالۍ د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي او خلکو ته به د درملنې اسانتیاوې لا نږدې کړي.






































