د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې په افغانستان کې یې په ۱۴ تخصصي برخو کې ۵۳۱ روغتیاپالان روزلي او د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو پراخ روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. یاد سازمان په خپاره کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي وړتیاوو د لوړولو لپاره د پام وړ پانګونه شوې او د روغتیاپالو روزنه د روغتیايي خدماتو د ښه والي د هڅو یوه مهمه برخه ده.د راپور له مخې، د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو ۶۴ زره او ۱۴۶ روغتیايي سلامشورې وړاندې کړې او له پنځو کلونو کم عمره څه باندې درې زره ماشومانو ته یې واکسین تطبیق کړی دی. ډبلیو اېچ او زیاته کړې چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې څه د پاسه ۴۷ زره کسان د روغتیايي روزنې او عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.





























