په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نورستان ولایت د مرکز پارون له سېلابځپلو او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه بنسټ د سهشنبې، د چنګاښ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هیله لري ورک شوي کسان ژر وموندل شي. اروپايي ټولنې د ژغورنې ډلو لپاره هم د بریا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغوی د قربانیانو د موندلو او له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره هڅې کوي. تر دې وړاندې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم د نورستان له سېلابځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. یونیسف هم د خواخوږۍ ترڅنګ، زیانمنو شویو ته د بېړنیو روغتیايي خدماتو د پیل خبر ورکړی دی.





























