د سمنګان ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ۵۰۰ جریبه ځمکه یې د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته سپارلې ده. د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوي احمد خان خادم، ویلي چې یاده ځمکه د ایبک ښار د قچندره په سیمه کې د سمنګان ـ پلخمري د عمومي لویې لارې پر غاړه موقعیت لري او د ستراتیژیک موقعیت له امله د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره مناسبه بلل کېږي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه د پانګونې راجلبول، د تولیداتو پراختیا، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د خلکو اقتصادي وضعیت پیاوړی کول دي.





























