په مسکو کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفیر ګل حسن حسن په روسیه کې د بنګلهدېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، افغان سفیر په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه مالومات وړاندې کړي او هیله یې څرګنده کړې چې د بنګلهدېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي. دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراخولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.





























