د لغمان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ځینو عمومي سړکونو د بیارغونې او داغګیرۍ چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست د نشراتو مسوول انجنیر سید عبدالله سادات ویلي، چې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ریاست د ماشینرۍ او مسلکي کارکوونکو له خوا د کابل ـ جلالاباد لویې لارې د ورښمین تنګي څخه تر ډرونټې پورې، او همداراز الینګار او قرغیو ولسوالیو ته غځېدلو سړکونو د خرابو برخو د رغولو چارې روانې دي. نوموړي زیاته کړې، په دې پروژه کې د شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره سړکونو د بیارغونې او داغګیرۍ چارې شاملې دي، چې د ترانسپورټي اسانتیاوو د ښه کېدو او د خلکو د تګ راتګ د ستونزو د کمولو په موخه ترسره کېږي.





























