د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په ختیځ نورستان ولایت کې وروستیو سېلابونو د څښاک اوبو شبکې زیانمنې کړې دي چې له امله یې د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو د خپرېدو خطر زیات شوی دی. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، د درملو، روغتیايي تجهیزاتو او پرمختللو روغتیايي خدمتونو کمښت د سېلابځپلو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، د جولای په ۲۰مه د نورستان مرکز پارون ښار کې سختو سېلابونو کورونه، بازارونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه او عامه تاسیسات زیانمن کړي، چې د خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی. ډبلیو اېچ او ټینګار کړی چې د روغتیايي خدمتونو او بیړنیو مرستو دوام د سېلابځپلو خلکو لپاره ډېر مهم دی.





























