د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین آی یلدز سره په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې کتلي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د روغتیايي همکاریو د پراختیا، د اتاترک روغتون د تجهیز، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د «ټیلیمېډېسن» پروګرام له لارې د ناروغانو د تشخیص او درملنې په اړه خبرې شوې دي. مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا په برخه کې د ترکیې همکاري مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د روغتونونو د تجهیز او د طبي کارکوونکو د وړتیا لوړولو لپاره ګډې هڅې اړینې دي.





























