د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د عامه کتابتونونو رئیس ډاکټر رفیعالله صمیم د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغه هېواد د ملي کتابتون له مسؤلینو سره د فرهنګي او علمي همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه کړې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د عامه کتابتونونو د لاسته راوړنو، د کتابتوني خدمتونو د پراختیا، د دوامدارو اړیکو او د تجربو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي. د مالیزیا د ملي کتابتون رئیس ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او د تجربو د انتقال په برخه کې همکاري وکړي. بلخوا، ډاکټر رفیعالله صمیم د دې لیدنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله او د همکاریو پراختیا به د عامه کتابتونونو د ودې او د خدمتونو د ښه والي لامل شي.





























