د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) خبر ورکړی، چې د نورستان وروستیو سېلابونو کورونو، حیاتي زېربناوو او عامه تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي او ګڼې سېلابځپلې کورنۍ د سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، ډلې یې په اغېزمنو سیمو کې د زیانونو او د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د معلومولو لپاره ارزونې ترسره کوي او زیانمنو کورنیو ته د عاجلو مرستو د رسولو چمتووالی هم نیول شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، یو شمېر نور ټپیان شوي او ګڼ کورونه او حیاتي زېربناوې زیانمنې شوې دي. ای او ایم خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ شوی او د بشري مرستو اړتیا هم ورځ تر بلې لوړېږي.





























