د جوزجان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په د اقچې ولسوالۍ کې د کډوالو په ښارګوټي کې د غالۍ اوبدلو ۲ مرکزونه د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانېستل شوي دي. د راپور له مخې، دغه مرکزونه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړ شوي او په درې زره او ۵۵۰ متره مربع ځمکه کې پر عصري تجهیزاتو، ماشینونو او اړینو امکاناتو سمبال دي. مسوولین وايي، د دغو مرکزونو په پرانېستل کېدو سره ۵۵۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د راستنېدونکو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.





























