د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې دي. د اقتصادي مرستیالۍ د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې، غونډې ته د منظورۍ لپاره ۳۴ پروژې وړاندې شوې وې. له ارزونې او بحث وروسته، ۱۳ پروژې تصویب، په ۱۶ پروژو کې تعدیلونه منظور او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو. د خبرپاڼې له مخې، د څلورو نورو پروژو د تدارکاتي بهیر او قیمتونو د ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپل راپور د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.





























