د بهرنیو چارو وزارت د سره سمندر د بابالمندب تنګي کې د سعودي عربستان پر یوې تېلوړونکې بېړۍ د یمن د حوثیانو وروستی برید غندلی دی. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، نړیوال سمندري دهلېزونه، د بېړیو د تګ راتګ ازادي او د نړیوالې سوداګرۍ دوام باید خوندي وساتل شي. بلخي له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ لا زیاتوي او ټینګار یې کړی چې شخړې باید د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل شي.





























