د دولتي شرکتونو عمومي ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د افغان ټوور شرکت له لارې ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د سیاحت لپاره راغلي دي. د دغه ریاست د ویاند محمدنبي بهار په وینا، یاد سېلانیان د اسیا او اروپا د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي او د بلخ، بامیان، پکتیا، هرات، غزني او نورو ولایتونو له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې ده. بهار ویلي، افغان ټوور شرکت دغو سېلانیانو ته د سفر او ګرځندوی اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او هڅه کوي د افغانستان د سیاحتي ځایونو ظرفیتونه او جاذبې نړیوالو ته وروپېژني. هغه زیاته کړې چې په وروستیو میاشتو کې هېواد ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د سفرونو شمېر هم زیات شوی دی.





























