د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو څخه تر اته میلیونو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي، چې له دې ډلې نږدې درې زره کسان له ترکیې راستانه شوي دي. حقاني زیاته کړې، وزارت ۸۵ زره راستنېدونکو ته د حرفوي زدهکړو، نغدي مرستو او د کارموندنې اسانتیاوې برابرې کړې دي. نوموړي ویلي، د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره د مرستو او ملاتړ پروګرامونه دوام لري.





























