د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د افغانستان ثبات او امنیت د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او تهران د افغانستان د ثبات لپاره له هر ډول نوښت ملاتړ کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسېږي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د افغانستان ثبات مهم بللی، خو د افغانستان په اړه یې د پاکستان پخوانۍ ادعاوې بیا تکرار کړې دي. دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې شوې دي.





























