د امریکا د استازو جرګې د دواړو ګوندونو (ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو) د غړو یوې ډلې داسې قانوني طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې په امریکا کې د وړ افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت موده وغځول شي. یوې امریکایي ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دواړو ګوندونو دغه ډله وایي: «هغه افغانان چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې د امریکا د پوځي هڅو ملاتړ کړی، باید بېرته افغانستان ته ونه لېږدول شي. د کولوراډو ایالت د ډیموکرات استازي جیسن کرو دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د لنډمهاله خوندیتوب قانون طرحه د جیسن کرو، د کالیفورنیا ایالت د ډیموکرات استازي سم لیکاردو، د نبراسکا ایالت د جمهوري غوښتونکي استازي دان بیکن او د فلوریډا ایالت د جمهوري غوښتونکې استازې ماریا الویرا سالازار له خوا د امریکا استازو جرګې ته وړاندې شوې ده.





























