د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد، ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال الهامجان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې په ګډو همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه خبرې کړي دي. زاهد همداراز، د یاد هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د صنعت پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره په جلا لیدنه کې، د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روزنې، د دواړ هېوادونو تر منځ د درملو صنعت پراختیا، د کیفیت کنټرول لابراتوارونو پیاوړتیا او د لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه هم خبرې کړي دي.





























