د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وايي، تېره میاشت کې له بېلابېلو لارو هېواد ته ۱۴ زره افغانې کورنۍ راستنې شوې دي. د فطرت په وینا ټولټال ۹۷ زره کسان و چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون له لوري ورته بېلابیل خدمتونه وړاندې شوې دي. هېواد ته راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ا.ا غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي. دوی د خپلو ماشومانو د زدهکړو فرصتونو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د کار موندلو او د خپلې کورنۍ لپاره د خوندي سرپناه د برابرولو غوښتنې لري.





























