د بامیانو والي ګل حیدر شفق د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره په لیدنه کې د دغه ولایت د کرنې سکټور د پراختیا او همکاریو پر دوام خبرې کړې دي. د بامیان رسنیز دفتر ویلي، په دې لیدنه کې د اصلاح شویو کچالو تخمونو د برابرولو او د کښت د پروګرام د پلي کېدو په برخه کې د ازبکستان له همکاریو مننه شوې ده. شفق له ازبکستانه غوښتي چې د کچالو صنعت پراختیا، د کرنې میکانیزه کول او بامیان ته د تخنیکي تجربو لېږد کې خپلې مرستې زیاتې کړي. بلخوا، جمشید خواجهیوف د بامیان د کرنیزو او اقتصادي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.





























