د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نهدی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید یو اغېزمن مېکانیزم رامنځته شي. هغه زیاته کړې، د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله سوداګر او د سرحدي سیمو اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، پاکستان باید د افغانستان په اړه خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، نه د لارو په تړلو. شفیع جان ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو لاره باید پرانیستې وساتل شي. د پاکستان ـ افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د لارو د تړل کېدو له امله دواړو هېوادونو ته سلګونه میلیونه ډالر مالي زیان اوښتی دی.





























