د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې پکې یې په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو د فعالیت ادعا کړې وه. مجاهد ویلي، پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې پر افغانستان ونه تپي، ځکه د هغه په وینا، په پاکستان کې ناامني له څو لسیزو راهیسې روانه ده او د ا.ا له واکمنۍ سره هېڅ تړاو نه لري. هغه زیاته کړې، که کوم هېواد په دې برخه کې اندېښنه لري، باید د ا.ا له چارواکو سره شریکې کړي، څو د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له غړو هېوادونو وغوښتل، پر ا.ا فشار راوړي څو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.





























