د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په نورستان کې له وروستیو سېلابونو وروسته د دغه بنسټ ډلې زیانمنو شویو سیمو ته رسېدلې او د بېړنیو مرستو لړۍ یې پیل کړې ده. یونیسف په خپله اېکس پاڼه لیکلي، وروستیو سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي او د سیمې د ځینو اوسېدونکو لاسرسی یې نورو سیمو ته محدود کړی دی. د یاد بنسټ په وینا، د مرستندویه ډلو له خوا د بېړنیو مرستو کڅوړې، روغتیايي خدمات، تغذیوي ملاتړ او د څښاک پاکې اوبه پر سېلابځپلو کورنیو وېشل کېږي. یونیسف ټینګار کړی چې د نورستان د سېلابځپلو اړتیاوو ته د رسېدنې هڅې دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په نورستان کې ګڼې کورنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.





























