د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د دغه بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد په کابل کې د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال ابرار میرزا اولیموف سره په کتنه کې د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ له پراخېدو سره سم د بانکي راکړو ورکړو د اغېزناک تنظیم، تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. صدیقالله خالد د افغانستان بانک له لوري د مالي او بانکي همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه بانک چمتو دی چې د ګډو ګټو او د بانکي اړیکو د لا پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي.





























