د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستیو سېلابونو وروسته زرګونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ښځې او نجونې د دغې طبیعي پېښې له امله ډېرې اغېزمنې شوې دي. دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، د سېلابځپلو لپاره بېړني روغتیايي خدمات، اړین تجهیزات او رواني ـ ټولنیز ملاتړ برابروي او هڅه کوي چې ښځې، میندې او نور زیانمن شوي کسان حیاتي خدمتونو ته لاسرسی ولري. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د سېلابځپلو د اړتیاوو د پوره کولو هڅې دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د نورستان په ګډون د هېواد په ختیځو سیمو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.





























