د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې افغانستان ته د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د سفر پرمهال د افغان ـ ازبک سوداګریز فورم په ترڅ کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف او ورسره د شاوخوا ۳۰۰ کسیز پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي. د نوموړي په وینا؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه به ۵ مېلیارد ډالرو ته لوړه شي. عزیزي ویلي، دې موخې ته رسېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري. هغه زیاته کړې، چې افغانستان او ازبکستان د پانګونې پراخ ظرفیتونه لري او د کډوالو بېرته راستنېدو په افغانستان کې د کاري فرصتونو اړتیا زیاته کړې ده.





























