د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، افغانستان زمونږ پر پرتله ښه وضعیت لري؛ ځکه، چې پاکستان له سختو ننګونو سره مخ دی. فضلالرحمن یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان په سیمه کې منزوي شوی او له یوې خوا له خپل پخواني سیال هند او له بلې خوا له افغانستان سره کړکېچ لري. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د دواړو پر ګټه نهده او باید پای ته ورسېږي. نوموړي له ښکېلو لورو غوښتي، چې د یو بل پر ضد له تورونو او تبلیغاتو ډډه وکړي. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زیاته کړې، ګوند یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی؛ خو د داسې بهیر د پیل لپاره باید مناسب چاپېریال رامنځته شي.





























