د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په دغه ولایت کې د شاتو تولید ۲۵۰ ټنو ته رسېدلی دی. د معلوماتو له مخې، تېر کال په هرات کې ۱۷۰ ټنه شات تولید شوي وو، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د چارواکو په وینا، د مچیو روزنې پراختیا او د شاتو تولید ته د خلکو زیاتې پاملرنې د دې سکټور په وده کې مهم رول لوبولی دی.





























