د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف سره په لیدنه کې د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د اوسپنې پټلۍ د مهمو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د مهالوېش، د پروژې د چټکتیا او د اړوندو چارو د همغږۍ په اړه بحث شوی دی. په دې لیدنه کې د سوداګریزو بندرونو د پراختیا، د هرات–مزارشریف اوسپنې پټلۍ او نورو زیربنایي پروژو د پلي کولو پر لارو چارو هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دې اقتصادي، ترانزیټي او دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.





























