د فراه ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د فراه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ سړکونو د رغولو چارې پیل شوې دي. د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجینر شاه محمود جلالي ویلي، دغه پروژه د ۳۵ میلیونه، ۳۹۹ زره او ۵۵۴ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې له مخې به یې د ښار په شپږو ناحیو کې د څلور کیلومتره په اوږدوالي او د ۱۲، ۱۸ او ۲۰ مترو په سور ۱۳ سړکونه جوړ شي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د پروژې چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې اوسېدونکو هم د دې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سړکونو په جوړېدو سره به د دوړو، خټو، خځلو او باراني اوبو له امله رامنځته شوې ستونزې تر ډېره هوارې شي.





























