د ترکیې د شرناک ښار پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې یې ۱۲ افغان وګړي د ناقانونه ننوتلو په تور نیولي دي. د راپورونو له مخې دوه ترکي وګړي هم د کډوالو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي او د قضایي بهیر د بشپړولو لپاره څارنوالۍ ته سپارل شوي دي. د چارواکو په وینا، له دې قضیې سره تړلو کسانو ته په ټولیز ډول ۱۳ زره ډالره اداري جریمه هم لګول شوې ده. ترکي چارواکي وايي، دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د ناقانونه کډوالۍ او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې خپل تدابیر سخت کړي دي. د دوی په خبره، افغانان د هغو بهرنیو وګړو له ډلې دي چې د دغو عملیاتو پر مهال تر ټولو ډېر نیول کېږي.





























