د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد، د حکومت د رسنیو مرکز کې په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال لپاره د سترې محکمې مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې بیان کړې. د مجاهد په وینا، اوس مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره څلور ځانګړې محکمې، په کابل کې د نشهيي توکو د قضیو د څېړلو یوه لومړنۍ محکمه، شپږ استیناف محکمې او یو شمېر نورې محکمې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې فعالې دي. هغه زیاته کړه چې د دولتي کارکوونکو د تقاعد اړوند حقوقي قضیو د څېړنې محکمه، د اداري فساد د قضیو د څېړنې محکمه او د غایبو کسانو د ملکیتونو د ارزونې محکمه هم په دې وروستیو کې جوړه شوې او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.





























