د پنجشېر ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۶ زره ۷۵۵ قيراطه زمرد د ۱۴ میلیونه ۴۵۳ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. لټون ویلي چې دغه زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د غړو او د ولایت مقام د استازو په حضور کې د رسمي داوطلبۍ له لارې سوداګرو باندې پلورل شوي. د نوموړي په وینا، په دې داوطلبۍ کې د کابل ترڅنګ د کونړ او یوشمېر نورو ولایتونو سوداګرو هم ګډون کړی وو او د زمردو یوه برخه یې په لوړو بیو واخیسته.





























