د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، په افغانستان کې د دغه بنسټ د ماموریت مشر په تورخم کې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د بیړنیو مرستو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه کړې ده. د سازمان د راپور له مخې، دا لیدنه راستنېدونکو ته د لومړنیو او بېړنیو مرستو د بهیر د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د خپلو همکارو ادارو په همغږۍ په تورخم کې راستنېدونکو افغانانو ته د بېړنیو خدماتو او بشري مرستو د وړاندې کولو لړۍ روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او ایستلو لړۍ په وروستیو کې چټکه شوې او ګڼ راستنېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.





























