د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مزارشریف ښار کې د ازبکستان د فرغانې ولایت د تولیدي او صنعتي محصولاتو دایمي نندارتون د سوداګرو او ځايي مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوی دی. د راپور له مخې، د نندارتون پر مهال د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړهلیکونه هم لاسلیک شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد ابراهیم غضنفر ویلي، دغه هوکړهلیکونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي. هغه زیاته کړې چې دا نندارتون به د سوداګرو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د سوداګرۍ د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.





























