د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، له وچکالۍ ځپلو کورنیو او ماشومانو ته یې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو یو سیستم جوړ کړی دی. یونیسف په اېکس کې لیکلي، دا پروژه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په همکارۍ پلې شوې ده. د بنسټ په وینا، پاکو اوبو ته لاسرسی د زیانمنو کورنیو روغتیا، کرامت او هیلې پیاوړې کوي. د راپور له مخې، د یاد سیستم په جوړېدو سره وچکالۍ ځپلو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی او د دوی د اوبو د اړتیاوو یوه برخه پوره شوې ده. یونیسف ټینګار کړی چې د افغانستان په ګڼو، په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې، لا هم د پاکو اوبو اړتیا جدي ده.





























