د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ټولیز ارزښت ۱۳ میلیارده او ۹۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد صادرات هم ۰.۹ سلنه لوړ شوي او ارزښت یې یو میلیارد او ۷۲۲ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی. سره له دې، افغانستان لا هم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېره پر وارداتو تکیه لري. د راپور له مخې، د افغانستان ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له ایران، ازبکستان، ترکمنستان، هند، چین، متحده عربي اماراتو او ترکیې سره ترسره شوې ده. ایران د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه او هند د افغان صادراتو تر ټولو لوی بازار پاتې شوی دی. بلخوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سوداګرۍ او صادراتو زیاتوالی مثبت پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د صادراتو د ونډې د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.





























