د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د مکرخېلو کلي د اوبو رسولو شبکه د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ریاست د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د آغاخان مؤسسې په مالي ملاتړ پلې شوې ده. د دې شبکې په بشپړېدو سره ۳۰۸ کورنیو ته د څښاک پاکو او صحي اوبو د لاسرسي زمینه برابره شوې ده. چارواکي وايي، د دې پروژې موخه د سیمې د اوسېدونکو لپاره د پاکو اوبو برابرول او د روغتیايي ستونزو کمول دي.





























